اسلام آباد 11 جنوری(اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن میا رضاربانی پارلیمنټ هاؤس كښې د چین سفیر یاؤ جینګ سره ملاقات کښې وئيلي دي چې پ??کس??ان او چین د اسياﺀ اولس پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه هلو ځلو له چمتو دي او دواړه هېوادونه خپلو كښې تاریخي اړيكې لري۔ د سېنېټ سیکټريټ لخوا جاري شوي بيان له مخې میا رضاربانی په نړيواله كچه او په خاص توګه د امریکې اولس مشر اوسني ټویټ نه پس د رامخې ته شوې صورتحال ترمخه د چین د اړخه د پ??کس??ان د موقف حما یت وستائلو۔ ده ووئيل د بده مرغه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پھ زړه پورې کردار ترسره كونكې هېوا?? سره د افسوس وړ رویه اختیار کړې شوې۔ پ??کس??ان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې په لويه توګه مالي او ځاني زي??ن پورته كړې او د امریکائي اولس مشر دې ډول رويې سره پ??کس??ان سيمه كښې امن او استحکام له لوظي دے۔ ده د پ??کس??ان ٬ افغانستان او چین ترمينځه درې اړخيزه خبرو اترو عمل وستائلو او هيله ئې څرګنده كړه چې دا ډول اقدامات به سباؤن كښې روان وي۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل چین سره د تاریخی اړيكو بنیاد شهی?? ذوالفقار علی بھټو اېښودلې ؤ كوم چې شهيدې بينظیر بھټو لا مستحکم کړې۔ د سېنېټ چیئرمېن د کشمیر په مسئله د چین د اړخه د پ??کس??ان د موقف حمایت ستائلو سره ووئيل پ??کس??ان د چين په پالیسۍ باور لري