رحیم یارخان ۔ 6 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د خالي په ورځ د ګاز پمپنګ سټېشن پرانستې له د رحيم يار خان تحصيل صادق آباد ته ورسېد۔ دا منصوبه په ټول هېواد كښې د ګاز انفراسټركچر ترقۍ منصوبې برخه ده كومه چې د سوئی ناردرن ګېس پائپ لائنز لمېټډ او سوئی سدرن ګېس کمپنی لمېټډ شريكه منصوبه ده۔ په دې منصوبه كښې د 1044 کلومیټر پائپ لائن د اېس اېن جی پی اېل او 425 کلومیټر پائپ لائن د اېس اېس جی سی لخوا جوړول شامل دي۔ دې سره به د ترلاسه ګاز حجم 1200 ملین مکعب فټ د ورځې په حساب يو په دوه كېدو سره 2400 ملین مکعب فټ ته ورسي۔ دې سره سره د ګېس انفراسټركچر ډوېلپمنټ منصوبو د لارې به پاور پلانټس ، انډسټریز، کاروباری او كورنو صارفينو ته د ګاز پرله پسې رسنه زياته شي۔