اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د ګل په ورځ د بشري حقونو د كونسل په 42مه غونډه كښې ګډون كولو لپاره په درې ورځنې دوره جنېوا ته لاړو۔ هغه به د كونسل غونډې ته وېنا كوي او نړۍ ته به د بې ګناه كشميريانو مقدمه هم وړاندې كوي۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي به په جنېوا كښې د او آئي سي٬ ډبليو اېچ او مشرانو سره ملاقات هم كوي۔ هغه به په جنېوا كښې ځائي او نړيوالې مېډيا سره خبرې كوي او په ب??لا بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو به د پاكستان دريځ او نظر وړاندې كوي۔ شاه محمود قريشي به د خپلې دورې په مهال د نړۍ پام د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د يو اړخيزه غېر آئيني اقدام او د دې په نتيجه كښې منطقې ته د ورپېښ خ??ر په پلو راګرځوي۔ په سوئيلي آسيا كښې د امن او امان خراب صورتحال په نظر كښې سا??لو سره د خارجه وزير دې دورې ته ډېر اهميت وركولې شي۔