اسلام آباد 13 جون (اے پي پي﴾ د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د تېرو لسو كلونو په مهال د شوي كرپشن پلټنو لپاره د انكوائري كمېشن ټي او آر جوړوو٬راروانه اونۍ كښې به وزيراعظم عمران خان د پلټنو كمېشن مشر غوره كړي٬ يو داسې كس به مشر جوړولې شي د چا ماضي او حال چې بې داغه وي٬د تېرو لسو كلونو په مهال هر هغه كس څوك چې پبلك آفس هولډرز پاتې شوې٬كه پ?? حكومت كښې وي او كه د حكومت څخه بهر٬ټولو له به د آئين او قانون له مخې د خپلو اعمال حساب وركول وي٬د راج كماري چغو وهلو څخه دا ثابته شوې چې شريفې كورنۍ د عبرت څخه هم زده كړه نه ده كړې٬زندانونو له د مقدسو ځاېونو درجه وركولو ??ره سياسي ګدې نشين د هغوي سره پ?? ملاقات كولو وياړېږي چې د هېواد د غلو ??ره مو ملاقات كړے ٬وزيراعظم ته د چا څخه خطر نشته٬د وګړو دعاګانې هغه ??ره دي او د لوے څښتن په طاقت باور لرو٬تر لس ز??ه بل به كروندګر پخپله وركوي او پاتې روپۍ به وفاق او صوبه پ?? ګډه وركوي٬دې ??ره به پ?? زرعي سسټم كښې اصلاحاتو ??ره د كروندګرو بوج كمولو له مرسته ترلاسه شي۔دې د زيارت په ورځ پي آئي ډي كښې د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ رېسرچ وفاقي وزير پير محبوب رحمان ??ره خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د حكومتي اقداماتو په سوب به زرعي څانګه وده ومومي ځكه چې كركيله د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري او دغه د كلي والو سيمو د آمدن ذريعه هم ده۔