قصور ۔ 2 مارچ (اے پی پی) پخواني خارجه وزير او د پاكستان تحريك انصاف لارښودو سردار آصف احمد علي وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د خېر سګالۍ جذبې ترمخه نيولې شوې هندي پائيلوټ اب??ي نندن خوشې كولو ??ره د يو غوره سياسي لارښودو كېدو ثبوت وركړې او نړيوالې ورورولۍ د پاكستاني حكومت ددې غوره او مه??ې پرېكړې هركلې كړې دې۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده په خپل كور د ميډيا نمائندګانو ??ره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف مشرتابه عقلمنده ده او وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تاؤ تريخوالي په سخته وضعه كښې دا پرېكړه كولو ??ره ثابت كړې ده چې پاكستان امن خوښوونكې هېواد دې او او امن ته وده وركوي۔ ده ووئيل د پارلمان په شريكه غونډه كښې د ټولو سياسي ګوندونو د پاكستان سلامتيا او خپلواكۍ لپاره يو موټې كېدو د پاك پوځ حوصله لا پورته كړې ده۔ ده زياته كړه چې د پاك او هند ترمينحه د تاؤ تريخوالي سختې وضعې په مهال د عمران خان قام ته خطاب د غېرتمند پاكستاني قوم د زړونو ترجماني وه۔ ده ووئيل دا مهال د هند كمانډ د مخلصو مشرانو په لاس كښې دې۔ ده ووئيل ټول قام د وسله والو ځو??كو??و په شا ولاړ دے۔