اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني پارليماني پلاوي سره په يمن كښې د قانوني حكومت بحالۍ لپاره د سعودي ??ه مشرۍ كښې جوړ شوي د پوځي اتحاد د هېډكوارټرز دوره وكړه۔د پوځي اتحاد مشر لېفټيننټ جنرال شهزاده فهد بن تركئي بن عبدالعزيز السعود د متحده ځواكونو په اړه د سېنېټ پلاوي ته بريفنګ وركړو۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن د پوځي اتحاد د مشر لخوا د پلاوي په هركلي او مېملستيا كولو مننه وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل چې اسلامي امت په دې وخت كښې ?? ترهه ګرۍ پشمول يو شمېر ستونزو سره مخ دې٬سعودي څو ځله ?? ترهه ګرۍ كورنيو او بهرنيو كاروائيو سره مخ شوې۔ده ووئيل چې پاكستان ??ل د ترهه ګرۍ غندنه كړې٬پاكستان به د دې مسئلې حل لپاره د سعودي ??لاتړ روان ساتي۔د سېنېټ چيئرمېن د دې نه پس خپل پلاوي سره د رياض نه مدينې منورې ته لاړو٬په مدينه منوره كښې د شورا كونسل او د مدينې د والي د دفتر اعلٰی چارواكو د دوي هركلے وكړو۔د سېنېټ چيئرمېن او د پلاوي غړو د سهر لمونځ په مسجد نبوي كښې ادا كړو۔دوي د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره دعا وكړه