اسلام آباد ۔ 28 نومبر (اے پی پی) د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد وئيلي دي کرتار پور پوله پرانستلو سره نړۍ كښې د پاكستان مثبت تاثر رامخې ته شوې۔ پاكستان د خپ?? اړخه غوره اسانيو وركولو له ګامونه پورته كوي۔ د خپ??ې برخې كار كول د هند ذمه واري ده۔ د 100 کلومیټره يوې سترې لارې پائلټ ماډل پراجېكټ زر تر زره پېل كوو۔ موټر وے پولیس د هېواد تر ټولو غوره پوليس فورس درناوې لرې۔ موټروے پولیس به د مو??ائ?? فون اېپلیکېشن “هم سفر” د لارې د موسم ٬ د لارو حالاتو او د ترافيكي پېښو په صورت فوري طبي مرستې او د مرستې هلو ځلو پشمول نورې اسانۍ وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ په موټروے پوليس لائن كښې د موټروے پوليس مو??ائ?? فون اېپليكېشن “هم سفر” پرانستې دستورې ته خطاب او اے پي پي سره خصوصي خبرو كښې وكړه۔ مراد سعید ووئيل د موټروے اېپ لانچ كولو سره د مواصلات وزارت 100 ??رځ??ۍ ايجنډا تر پايې رسېدلې ۔ پولیس امېج به غوره جوړوو۔ ده ووئېل كوم ناڅا??ي صورتحال كښې وګړو ته مرستې او د طبي مرستې رسنې لپاره به د موټروے پوليس ګاډې په لسو دقيقو كښې د پېښې ځائې باندې موجود وي۔ ده ووئيل د ادارو مضبوطولو لپاره وزيراعظم عمران خان وئيلي وو په ادارو سي??سي اثر به ختمولې شي۔ ما په خپ?? وزارت كښې په دې وژن عمل درآمد كړې ۔ مراد سعيد ووئيل هېواد كښې به د سترو لارو نېټ ورك زياتولې شي۔ ده ووئيل د 100 کلومیټره يوې سترې لارې پائلټ ماډل پراجېكټ زر تر زره پېل كوو۔ اے پي پي سره خپ??و خاص خبرو كښې ده ووئيل دا مهال نړۍ كښې د پاكستان مثبت تاثر رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ د وزیراعظم عمران خان په شكل كښې يو داسې لارښود اولس ته ترلاسه شوې كوم چې سپر پاور ته هم خپ?? موقف په ښكاره ډول وړاندې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دوهم وزير ووئيل کرتارپور بارډر پرانستلو سره نړۍ ته د پاكستان لخوا مثبت پېغام وركړی شوې۔ د پاكستان دا عمل نه يوازې اولس بلكې نړيوالې ورورولۍ هم ستائلې۔ ده ووئيل مونږ به سكھانو ياتريانو او نورو مېلمنو ته غوره اسانۍ وركول باوري كوو۔ ده ووئيل دا د جنګ جھګړې وخت نه دے پاكستان د هند په شمول ټولو ګاونډيانو سره د ورورولۍ غوره اړيكې غواړي او په دې لړ كښې هرې ممكنه مرستې له چمتو يؤ