اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د المان چانسلرې انجيلا مركل ټېليفوني تماس ونيولو۔ د المان چانسلرې عمران خان ته د وزيراعظم چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه۔ د المان چانسلرې په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو په مستحكم كولو زور راوړو او په بېلا بېلو څانګو كښې يې د مرستې پراختيا سره سره په سيمه ايزه او نړيواله كچه شريك ګټو له په ګډه ګار كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ د المان چانسلرې وزيراعظم ته د المان د دورې كولو بلنه هم وركړه كومه چې ده قبوله كړه۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان د المان د چانسلرې مننه وكړه۔ده المان سره د يو بل په ګټھ دوه اړخيزه اړيكې په پراخا ب??يا?? او د اوږدې مودې په شركت كښې د بدلولو خواهش څرګند كړو۔ ده ووئيل چې په اروپاﺀ كښې الما?? د ??اكستان تر ټولو لويې شراكتدار دې۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د توان او د آټو موبائل په څانګه كښې د مرستې او د اوبو څخه د برېښنا پیداوار په څانګه كښې د سرمايه ??ار?? لويې صلاحيت موجود دې۔ده د المان چانسلره د سيمه ايز صورتحال او په خاص توګه د افغانستان مسئلې سوله ايز حل او هند ??ره د مذاكراتو نه خبر كړه۔ ده هند ??ره د ټولو مسئلو حل لپاره د جامع مذاكراتو د بحالۍ په ضرورت زور راوړو۔