ملګري ملتونه ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) پاكستان د ستونزو سره مخ منطقو كښی د بدلېدونك?? او د زياتېدونكو خطرو مخنيوي له د ملګرو ملتونو د امن مشنز مېنډېټ باوري كولو سره د ضروري وسائلو وركولو په حاجت زور راوړې ۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 73 مې غونډې په مهال د يو اېن پيس كيپنګ آپرېشنز په اړ?? يوه غونډه كښې ووئيل د ملګرو ملتونو د امن مشنز كاميابي په دې مشنز كښې د شاملو سړ?? او مېرمنو اهلكارو د قربانيو نتيجه ده۔ مونږ امن لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنكو اهلكارو ته د عقيدت پې??زوئنې وړاندې كوو۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو امن مشنز له افرادي قوت وركونكے تر ټولو لوئې هېواد دے۔ پاكستان د نړۍ 46 هېوادونو كښې په ځائې كړې شوي امن مشنز له د تېرو 6 لسيزو په مهال 2 لكه امنيتي اهلكار وركړې دي په كومو كښې چې 165 اتلانو امن لپاره خپل ځانونه قربان كړي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دې مهال د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر انتونیو ګوترش اېکشن فار پیس کیپنګ منصوبه (A4P) خوشبينه ګرځولو سره ووئيل د بېلو امن مشنونو ترمينځھ توازن په ځائې ساتل?? او د مطلوبه مقاصدو ترلاسه كولو لپاره په دې منصوبه بشپړ عملدرآمد ضروري دے۔ خارجه وزير د امن مشنز په ریشنلائزنګ او مېنډېټ ته په ترجيح وركولو هم زور راوړو۔ ده ووئيل پاكستان ټول عمري د ملګرو ملتونو امن ډلو كاركردګي پياوړې كولو كښې مرسته كړې او پاكستان په دې لړ كښې د ډكلرېشن توثيق كونكې اولنې هېواد دے د كوم اعتراف چې پ??پله عمومي سېكتر كړې۔ په دې مهال د شريكو عزائمو ډېكلرېشن منظوري هم وركړې شوه۔ په ډېكلرېشن كښې د اړ??ندو ادارو په شمول یو اېن سېکرټرېټ ٬ سلامتي كونسل٬ عمومي اسمبلۍ ٬ امن ډلو له د افرادي قوت وركوؤنكو هېوادونو ٬ د ستونزو ښكار هېوادونو ٬ فنډز وركوؤنكو هېوادون?? او سيمه ايزو تنظيمونو د ملګرو ملتونو امن مشنز په لړ كښې د خپلو خپلو ذمه وارو په غوره ډول ترسره كولو له د لوظ پخلې وكړو۔(وا/ ض ض/1423)