اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي)د وزیراعظم د خزانې خاص مر??تيال سناتور هارون اختر خان د مخالفې ډلې لخوا د اوسني حكومت په معاشي كاركردګۍ ټكونه كول بلا جواز ګرځولو سره وئيلي دي كه په كال 2013 كښې د معاشي اېمرجنسۍ تجويز وړاندې كړې شوې وې نو څه جواز خو ئې جوړېدو٬ چې معيشت ډېر كمزورے ٶ٬ ټولې معاشي اشاريې پرله پسې ??مو څرګندوي٬ په معاشي كاميابيو ټكونه كوٶنكي غي?? جانبداري او د اقتصاديات پوهه نه لري۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل پنځه كاله وړاندې د جي ډي پي ??رح ??مو 3.68 فیصده وه كومه چې اوس 5.79 فیصده ته رسېدلې دغسې د صنعت په څانګه كښې ??مو 0.75 فیصده وه كومه چې 5.80 فیصده ، د كركيلې ??مو 2.68 نه 3.81 فیصده او دغسې د خدماتو په څانګه كښې شرح ??مو د 5.13 نه 6.43 فیصده ته رسېدلې ده٬ ده ووئېل لارج سکیل مېنوفېکچرنګ د 2.98 فيصده نه 6.24 فیصده او دغسې د تعیرات څانګه كښې شرح ??مو 1.08 نه 9.13 فیصده شوې ده۔ سناتور هارون اختر ووئيل په دې موده كښې د زرعي څانګې د قرض حجم كوم چې په كال 2013 كښې 196.12 اربه ٶ په كال 2018 كښې 569.97 اربه روپۍ شوے او د بېلا بېلو فصلونو پېداو??ر هم رېكارډ زيات شوې۔ده ووئيل زمونږ د غېر ملكي زرمبادله پانګې كومې چې په اپرېل كال 2013 كښې 11.85 اربه ډالره ٶې ھغه په اپرېل كال 2018 كښې 1640 اربه ډالرو ته رسېدلې۔ هارون اختر ووئيل د رېونيو په څانګه كښې سل فيصده ??مو رېكارډ كړې شوې او دا د حكومت لخوا د ټېكس وركولو په لړ كښې د آسانۍ پېدا كولو او ټېكس وركوونكو لپاره د اسانيو نتيجه ده۔