د لاهور په ماډل ټاؤن سيمه كښې د سترې محكمې جج جسټس ??عجاز الاحسن په كور ډزې شوې دي۔ د پوليس ذريعو له مخې د نامعلومو كسانو لخوا په كور دوه ځله ډزې شوې دي٬ د ډزو پېښې تېره شپه په 10 بجې 45 دقيقې او د اتوار په سهار په 9 بجې 45 دقيقې رامېنځ ته شوې دي۔ د پوليسو لخوا تر اوسه په بريد كښې ككړ كوم تن نه دې ن??ول شوے خو فرانزك ډلو دوه ځله د كور دوره كړې او شواهد ئې راغونډ كړي دي۔ د ابتدائي پلټنو له مخې د شپې په وخت يوه ګولې په مركزي دروازه او د سهار په ډزو كښې يوه ګولې د كېچن په كړكي لګېدلې۔ ډزې په نائن اېم اېم طمانچه شوې دي۔ پوليس د سي سي ټي وي كېمرو د لارې د پېښې د ځائ جاج اخلي۔ د سترې محكمې لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د پاكستان ??تر قاضي جسټس ??اقب نثار د جسټس ??عجازالاحسن كور ته لاړو او د صورتحال ئې په خپله نګراني وكړه۔ ??تر قاضي د پن??اب آئي جي ےهم د جسټس ??عجازالاحسن كور ته طلب كړو۔ له بلې خوا د پن??اب وزيراعلٰي شهباز شريف د پېښې ن??ټس ??خستلو سره د پن??اب آئي جي څخه راپور طلب كړے او په سمدستي توګه د تورنو نيولو حكم ئې كړے۔