لاھور۔17 فروری(اے پی پی ) د لاهور د ترهګرۍ مخنيوي خاص عدالت قصور كښې د ماشومې زېنب وژنې كېس مركزي تورن عمران ته 4 وارې د مرګ سزا وركولو حكم كړې۔عدالت د 10 لكهه روپۍ جرمانې سره سره ده ته د د ټول عمري زندان سزا هم اورولې۔ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت جج شېخ سجاد احمد د خالي په ورځ کوټ لکھپت زندان كښې خاص عدالت كښې پرېكړه واوروله۔ عدالت د زېنب وژنې كېس تر ټولو زيات تند ټرائل كولو سره په 7 ورځې كښې پرېكړه ??ورولې۔ دا پرېكړه ?? جمعې په ورځ محفوظ كړې شوې وه۔ د كېس اورېدنې په مهال د پراسکیوټر لخوا د تورن په ضد 56 ګواھان پېش كړې شوو۔ دوئي كښې د 32 شهادتونه عدالت قلمبند كړل۔ تورن د جنورۍ په 23 مه نېټه د قصور مقبرې څخه نيولې شوې وو۔ تورن عمران زېنب سره د زياتي كولو او بيا ددې د وژلو اعتراف كړې وو۔ د ترهګرۍ مخنيوي خاص عدالت د فريقېنو دلائل بشپړ كېدو څخه وروستو تورن ته د خپلې بې ګناهۍ ثابتولو يوه بله موق?? وركړه۔ بياهم عمران د جرم اعتراف كولو سره په خپله دفاع كښې د كوم ډول ثبوت وړاندې كولو څخه انكار وكړو۔ په خپل اعترافي بيان كښې د?? ووئيل ما په ماشومانو ډېر زيات ظلم كړې زه د معافۍ لائق نه يم۔ ما ته چې څومره سزا راكړې شي كمه ده۔ كومه قانوني مرسته نه غواړم۔ عدالت د زېنب وژنې پرېكړه ?? فرورۍ په 17 مه نېټه کوټ لکھپت زندان كښې واوروله۔ د عدالتی پرېكړې څخه وروسته پراسیکیوټر جنرل پنجاب سید احتشام قادر میډیا سره خبرو كښې ووئيل عمران ته د ترهګرۍ مخنيوي اېكټ 7 ترمخه سزاګانې واورولې شوې۔ عمران ته زېنب سره د زياتي ٬ ددې د وژنې او ددې په تښتولو د مرګ سزا اورولې شوې۔ په بدفعلۍ د عمر قېد او د 10 لكهه روپو جرمانې سزا اورولې شوې۔ مړې په ګند كښې د غورځولو په جرم كښې د?? ته د 7 كاله زندان او 10 لكهه روپو جرمانې سزا اورولې شوې۔ ده ووئيل تورن ته د صفائۍ موق?? وركړې شوې۔ د رحم اپيل هم كولې شي۔ په 15 ورځې كښې د دې پرېكړې په ضد اپېل كولې شي۔ د عمران زياتۍ سره مخ شوې د??ه ماشومانې ژوندۍ دي او 7 دنيا څخه تلي دي۔ په دې مهال ميډيا سره خبرو كښې د زېنب پلار ووئيل زه پرېكړې څخه مطمئن نه يم ۔ تورن ته بايد ښكاره سزا وركړې شي۔ ده حكومت ته خواست وكړو چې د ماشومانو تحفظ له قانون جوړ كړي ۔ ده وئيل زېنب چې كوم ځائې څخه تښتولې شوې دغلته دې تورن ته سزا وركړې شي۔ د زېنب تره ووئيل د زېنب پلار سره خبره شوې هغه په پرېكړه مطمئن دے۔ په ښكاره توګه د تورن په دار كولو غوښتنه سمه ده۔ آئین كښې بدلون كولو سره دې تورن ته ښكاره سزا وركړې شي۔