اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) اولسمشر ??منون حسېن وئيلي دي د آبادۍ په لحاظ د پاكستان غوندې لوي هېواد كښې وګړو ته طبي آسانۍ وركول اګر چه ګران كار دے خو د پاكستان حکومت وګړو له طبي آسانۍ وركولو له كوټلې ګامونه پورتهخ كړې دي د كومو په مرسته چې بې وزله كسانو له زياتې طبي آسانۍ وركول ممكنه شوې۔ اولس مشر دا خبرې رائل كالج آف فزنشنز اېډنبرا صد?? پروفېسر ډرېك بېل سره وكړې چا چې د جمعې په ورځ د خپل پلاوي سره ايوان صد?? كښې اولس مشر ??منون حسېن سره ملاقات كولو۔ اولس مشر ??وئيل د پاكستان ميډيكل كالجز او پوهنتونونو سره د رائل كالج اېډنبرا مرسته زياتول پكار دي دغسې چې د پاكستان د ډاكټرانو صلاحيتونه نور ښه شي۔ اولس مشر ??يله ولرله چې د ډاكټر ډرېك بېل د پاكستان راتږ سره به پاكستان سره شريكه مرسته لا زياته شي او د پاكستان ډاكټرانو له به د نړۍ په اعلٰې ادارو كښې د تربيې نورې موقعې ترلاسه شي ۔ اولس مشر ??وئيل پاكستان كښې د ډېنګي پشمول په نوو خطرناكو رنځونو قابو موندلو په لړ كښې كاميابې هڅې شوې چې په نتيجه كښې ئې د پاكستان د طبي ادارو صلاحيت زيات شوې او پاكستاني ادارې د دغه ډول چېلنجونو مخنيوي په معامله كښې د وړاندې نه زيات موثره شوې ۔ اولس مشر ??وئيل پاكستان كښې په كم خرڅ وګړو ته د درملنې آسانۍ وركولو له يو شمېر اقدامات روان دي ٬ په دې لړ كښې د پنجاب واكمنو په زره پورې منصوبې جوړې كړې د كومو چې به ښې نتيجې رامخې ته شي۔ د رائل کالج آف فزیشنز اېډنبرا صد?? پروفېسر ډریك په دې موقع ووئيل زمونږ اداره پاكستان سره د نوو ډاكټرانو د تربيې په لړ كښې په وړانديزونو غور كوي چې ډې?? زره به ورله عملي شكل وركړې شي