اسلام آباد 07 دسمبر (اے پی پ??) د سېنېټ چیئرمېن میا رضاربانی وئيلي دي د امریکې سفارت تل ابیب څخه یروشلم ته د منتقل کولو پھ اړه د امريكې پريكړه د نړيوال قوانین ښكاره خلاف ورزی ګرځولې ده۔ د زيارت پھ ورځ د سېنېټ سیکټريټ لخوا جاري كړې شوي پریس ریلیز له مخې میا رضاربانی د دې خيالاتو څرګندونه د اردن ایوان نمائندګان صدر انجینئر عاطف التروانح سره ملاقات په مهال وكړه۔ میا رضاربانی دا مهال د اردن په دوره د سېنېټ پلاوي مشري كوي۔ پلاوي كښې سناتور جاوید عباسی ، سردار اعظم خان موسیٰ خیل او بریګیډیئر جان کنیتھ ویلمز شامل دي۔ ده ووئيل یروشلم يوه شخړيزه سيمه ??ه او د هغې موجودہ حالت بدلول ?? امن هڅو ته زيان رسول ??ي او دې سره به سيمه كښې امن ، مسلم ا?? په ټوله نړۍ منفی اثرات مرتب شي۔ میاں رضاربانی د اردن ایوان نمائندګان صدر مقبوضه کشمیر كښې د بشرې حقونو خلاف ورزی?? په اړه هم خبر كړو۔ ده ووئيل کشمیر او فلسطین پخوانۍ راهسې شخړې دي۔ د اردن ایوان نمائندګان صدر په مقبوضه کشمیر كښې په د هند د بشري خلاف ورزی?? په ضد پاکستان سره د يووالې څرګندونه وكړه او د کشمیر په مسئله ئې د ملاتړ باور وركړو۔