اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن?? حكومت چې كله اقتدار ته راغلو نو د توان په بحران د قابو موندلو لوظ ئې كړے و٬ مونږ هڅه كوو چې هېواد د توان پ?? څانګه نه يوازې د خپل انحصار په لار روان كړو بلكې د توان موثر استعمال لپاره هم اقدامات كولې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د خالي په ورځ په پورټ قاسم د دو??م ا??ل اېن جي ټرمينل د پرمختګ په اړه د بريف??ګ په مهال وكړې او په پروژه ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د وزيراعظم د مېډيا څانګې څخه جاري شوې خبر پاڼې له مخې وزيراعظم ته ووئيل شول چې دو??م ا??ل اېن جي ټرمينل به د روانې مياشتې په دريمه اونې كښې فعاله شي۔ وزيراعظم د ا??ل اېن جي ټرمينل په ترسره كولو كښې په مرسته كولو د پورټ قاسم اتهارټۍ د كردار ستائنه وكړه۔ په دې موقع د سندھ ګورنر محمد زبېر او دوهم وزير چوهدري جعفر اقبال هم موجود وو۔