اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي د هندي پوځ سرلښكر پارونكي او غېر ذمه وارانه بيانونه د هند د جنګيالي ذهنيت عكاسي ده٬ د هند متنازعه رويه او په لويه كچه د وسلې امبارونه لګول سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطر او د تذويراتي غلط اندازو سوب جوړېدې شي٬ پاکستان د هر ډول يرغل بشپړه ځواب وركولو صلاحيت لري٬ امريكې سره په ټولو څانګو كښې مرسته روانه ده٬ هند داعش لپاره بهرتۍ او افغان خاوره پاكستان كښې تخريبي هلو ځلو لپاره كاروي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل د هند متنازعه رويه او په لويه كچه د وسلې امبارونه لګول سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطر او د تذويراتي غلط اندازو سوب جوړېدې شي ٬ د هند بې بنسټه ادعاګانې او بيانونه د دوي په مبالغه آرائۍ آډانه صلاحيتونو او د جارحانه عزائمو عكاسي كوي۔ وياند ووئيل د هندي ارمي چيف پارونكې او غېر ذمه وارانه بيان د افسوس وړ او د هند د جنګيالي ذهنيت عكاسي ده كوم چې د وړاندې نه كړكېچن ستراتېژك چاپېريال لا غېر مستحكم كولې شي۔ وياند ووئيل پاكستان هند سره تاٶ تريخوالې زياتول نه غواړي او ډېر د زغم او تحمل څرګندونه كوي۔ ډاكټر فېصل ووئيل پاکستان د هر ډول يرغل بشپړه ځواب وركولو صلاحيت لري ۔ وياند ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو تشدد٬ ظلمونه او د بشري حقونو سنګين خلاف ورزيو څخه د نړۍ پام اخوا كولو لپاره قصداً په اېل او سي او وركنګ باٶنډرۍ صورتحال خرابوي په كوم چې ډېر تشويش دے۔ د افغانستان پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل افغانستان كښې كار كوٶنكي پاكستاني پروفېشنلز تخښتولو سره دوي د جاسوسۍ لپاره كارولې كېږي ٬ دا معامله مونږ افغان دولت سره پورته كړې ده ۔ وياند ووئيل د افغانستان 34 فیصده سيمه د افغان دولت د واك نه بهر ده چرته چې داعش ٬ ټي ټي پي٬ جماعت الاحرار او د نورو ترهګرو تنظيمونو محفوظ پټ ځايونه دي۔ وياند ووئيل داعش نه يوازې افغانستان بلکې روسيې ، مېنځنۍ آسياء ٬ چین ، پاکستان او د ایران پشمول ټولې منطقې لپاره شريك خطر دے ټولو هېوادونو د دې مخنيوي لپاره بشپړه مرستې ته اړتيا ده۔ وياند ووئيل پاكستان د ضرب عضب او رد الفساد غوندې د عملياتو د لارې هېواد څخه د ترهه ګرۍ خاتمه كړې۔ ډاكټر فېصل ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان د 120 اربه ډالرو نه زيات اقتصادي زيان سره مخ دې۔ د پاكستان او امريكې اړيكو پحقله وياند ډاكټر فېصل ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په ټولو څانګو كښې مرسته روانه ده او په دې وروستيو كښې د امريكې د معاون خارجه وزير دورې په موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو كښې د پېشرفت د چارو پحقله بحث شوې ۔ ده ووئيل پاكستان او امريكا شريك روابط روان ساتلو لپاره پرله پسې په رابطه كښې دي